د بریتانیا شاهي کورنۍ غړي شهزادي هري خپل تازه چاپ شوي کتاب کې له هغه وژنو پرده پورته کړي چې افغانستان کې د دندې پر مهال ترسره کړي.
شهزاده هري د خپل ژوند لیک کتاب کې د یو حساس راز څرګندونه کړي. چې د جګړې په ډګر کې يې ترسره کړی وو. شهزاده هري د خپل ژوند لیک کتاب کې لیکلي، چې نوموړي افغانستان کې د دندې پر مهال هغه ۲۵ طالبان وژلي چې د ښو خلکو وژنې هڅه يې کوله . شهزاده هري د یاد راز په تړاو خپل ژوند لیک کتاب کې لیکلي چې “کله چې ما ځان د جګړې په ګرم ډګر او ګډوډۍ کې ډوب وموند، نو ما د هغو ۲۵ تنو په اړه فکر نه کاوه، دوی لکه د شطرنج دانې باید له تختې لېرې کړای شوي وای، بد خلک وړاندې تر دې چې ښه خلک ووژني باید له مخې لېرې شي”. د بریتانیا دغه شهزاده په کال ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ افغانستان کې خپله دنده ترسره کړي، د نوموړي په وینا چې د یادې دندې پر مهال يې شپږو ماموریتونو کې برخه اخیستي چې ټول يې مرګوني وو. د یادولو ده چې افغانستان کې د شهزاده هري مرګوني ماموریت خبر خپریدو وروسته د اا حکومت غړي انس حقاني دې یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې هري ته په خطاب کې لیکلي چې “ښاغلی هیري ، هغه کسان چې تاسې وژلي د شطرنج دانې نه وې، انسانان وو؛ کورنۍ یې درلودې چې د هغو بېرته ستنېدو ته په تمه وو”.