د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) خبر ورکړی چې شپږو هېوادونو (فرانسه، هسپانیه، چیلي، لوکزامبورګ، کوستاریکا، او مکسیکو) په افغانستان کې د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو پر وړاندې د بشري سرغړونو په تور رسمي عریضه وړاندې کړې ده. د محکمې په وینا، دا عریضه منل شوې او دوی یې هرکلی کړی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال، کریم خان، خپل تازه بیان کې ویلي چې د یادې قضیې په اړه یې تحقیقات پیل کړي او له عریضه کوونکو هېوادونو څخه یې غوښتي چې د خپلې ادعا لپاره شواهد محکمې ته وسپاري.
یاده دې وي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګولي دي. ښځې له ډېرو کارونو منع شوې دي، او نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته د تعلیم حق نه لري.
د دې عریضې موخه د طالبانو پر وړاندې نړیوال اقدامات او د افغان مېرمنو لپاره د حقونو تأمین ګڼل کېږي. نړیواله ټولنه د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه سختې اندېښنې لري.