د اطلاعات روز خبري اژانس مسول مدیر ذکي دریابي نن رسنیو ته ویلي ، چې د دوی خبري ادارې یو خبریال نعمت نقدي چې دوه اونۍ د مخه کابل کې د میرمنو مظاهرې په تړاو راپور چمتوکولو لپاره ورغلی وو ، د طالبانو لخوا د بندي کولو په ترڅ کې دومره شکنجه شوی ، چې اوس د ډاکټرانو معاینې په نتیجه کې معلومه کړي چې د یاد خبریال د یو غوږ پرده پرې شوي ، او هم يې یوې سترګې ۴۰ فیصده د لید وړتیا د لاسه ورکړي. د ذکي په وینا چې طالبانو ورته ویلي چې د ملي امنیت ۴۰ ریاست ته دې ورشي تر څو هغوی بښنه ترې وغواړي.