کابل کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي خبر ورکړی چې ایران کې به د افغانستان سفارت لپاره نوی شارزدافیر او دیپلوماتان وګمارل شي. همدا شان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تهران کې د سفارت د سرپرستۍ لپاره فضل احمد حقاني معرفي کړی دی. بلخوا ته ایران کې د افغانستان سفارت پخوانیو دیپلوماتانو په ټولییز ډول نن سفارت خوشی او د سفارت کېلي یې د ایران بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي. او رسنیو ته يې ویلي چې دوی په هیڅ صورت حاظر ندي چې د طالبانو حکومت ته کار وکړي. د یادولو ده چې اېران دولتي سرچینو تېره اونۍ رسنیو ته منلي وه چې ایران حکومت دې پریکړې ته رسیدلی چې د افغانستان سفارت راتلونکي اونۍ طالبانو حکومت ته وسپاري. که څه هم د طالبانو حکومت په نړۍ کې لا تر اوسه په رسمیت ندی پيژندل شوی. او ایران هم یو د هغو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ سختو بندیزونو سره مخ دی. خو بیا هم طالبانو حکومت په ایران کې د افغانستان سفارت ورسپارل دیپلوماتیک ډګر کې خپل وړاندې تګ بولي.