د هرات څخه خبري سرچیني وايي چې د هرات طالبانو امنیتي ځواکونو تېره شپه د هرات ښار دیارلسمه حوزه کې د داعش خراسان ډلې پر یوه پټنځای نظامي عملیات ترسره کړي چې له امله يې یوې مېرمنې په ګډون د یاد ډلې شپږ غړي وژل شوي. د هرات طالبانو ځواکونو ویاند عبدالله انصاف رسنیو ته ویلي چې ددوی ځواکونو تېره شپه د هرات ښار دیارلسمه حوزه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په ترڅ کې يې د یادې ډلې شپږ غړي چې يوه يې مېرمن وه، وژل شوي. او یادو عملیاتو کې د طالبانو یو سرتیری هم ټپي شوی خو نور چا ته پکې زیان ندی رسیدلی. د یادولو ده چې تېره اونۍ هم د طالبانو ځواکونو کابل کې د داعش خراسان ډلې باندې عملیاتو کې د یوه مهم قوماندان وژلو خبر ورکړی وو.