د پاکستان پخواني صدر اعظم عمران خان په رسمي فیسبوک پاڼه خبر ورکړی، چې دې سختو امنیتي ستونزو باوجود د پاکستان کورنیو چارو وزارت ورڅخه ټول امنیتي ساتونکي اخیستي. او دای يې یوازې پریښی. بلخوا عمران خان تازه څرګندونو کې تور پورې کړی چې دې پاکستان پیپل پارټۍ مشر اصف علي زرداري يې د وژلو دسېسه او پلان هم جوړه کړی. عمران خان زیاته کړي ، “ددې پر ځای چې د پاکستان اوسني واکمنانان خپلې تېروتنې سمې کړي، ملک نور هم دې تباهۍ خواته روان کړیدی”. د نوموړي په وینا چې د ملک د حالاتو سمولو یوازېنۍ لار ټاکنې دي. د عمران خان د وژنې دسیسې په تړاو تر اوسه د اصف علي زرداري لخوا کوم بیان مخې ته ندی راغلی.