د عزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ ولسوال عبدالله خیرخوا هېواد پریس خبریال ته ویلي چې دې قره باغ ولسوالۍ اړوند لایغ سیمه کې دې دوه جلاه پیښو پر مهال دوه ملکیان وژل شوي. د ولسوال خیرخوا په وینا چې لومړۍ یوه پیښه د وسلوالو طالبانو لخوا د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي بمي چاودنې له امله رامنځته شوي چې یو ځوان پکې وژل شوی. همداشان دوهمه پيښه کې چې د طالبانو لخوا د ملکیانو پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګیدلي، یوه میرمن وژل شوي. د یادولو ده چې دې روژې میاشتې رارسیدو سره افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله يې ډېر تلفات ملکیانو ته اوړي