د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې، قطر د افغان مېرمنو په وړاندې د ااا موقت حکومت لخوا د سخت چلند سره مخالف دی او پدې اړه د ااا حکومت سره اړیکې دی. نوموړي خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې د قطر حکومت د افغان مېرمنو د تعلیم او کار کولو ملاتړي دي.
محمد بن عبدالرحمن الثاني د سویس هېواد په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم (WEF) په څنډه کې د CNBC رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې ” قطر به د افغان میرمنو سره ودریږي ځکه چې دوی د طالبانو تر مشرۍ لاندې ادارې لخوا غیر منطقي محدودیتونو سره مخ دي”.
یاده مرکه کې الثاني وویل چې موږ د ااا موقت حکومت سره اړیکه کې یو. او له دوی مو غوښتنه کړیده چې د افغان مېرمنو په وړاندې د سختو محدودیتونو په اړه خپل منطق موږ ته روښانه کړي. ځکه زموږ په باور چې یاد محدودیتونه نه د مذهب او نه د کلتور اړخه د توجیې وړ دي.