د راسموسن مطالعاتو په نوم یوې امریکايی موسیسې د امریکا جمهور ریس جو بایډن پلان له مخې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو په تړاو زر تنه امریکايي ښاریان پوښتلي. چې دغې نظر پوښتنه کې ۴۸ سلنه يې د بایډن پلان ملاتړ کړی، خو ۳۲ سلنه يې مخالفت کړی اودا يې یوه خرابه نظریه بللي. او ۲۰ سلنه نورو خلکو بیا ویلي چې دوی ډاډه ندي. د راسموسن مطالعاتو دا نظر پوښتنه داسې محال مخې ته راځي چې بایډن تېره اونۍ اعلان وکړ چې د مې میاشتې پيل تر راتلونکو پنځو میاشتو کې به له افغانستانه ټول امریکايي پوځيان وباسي
https://www.rasmussenreports.com/public_content/politics/current_events/afghanistan/48_say_withdrawing_u_s_troops_from_afghanistan_is_a_good_idea