د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې نن ماښام د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کابل او لوګر لويې لارې اوږدو پورک سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو وسلوالو طالبان په نښه کړي، چې پایله کې يې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي، ۲ عرادې موټر سایکلونه او یو میل راکټ يې امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي، او همدا شان یو میل پیکاه او یو شمیر مهمات يې برید کې تخریب شوي