د امریکا استازو جرګې جمهوري پاله بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کاول تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان څخه په ګډوډ او دې مرګ ژوبلې ډک حالت کې د وتلو په اړه به پلټنې وکړي. ښاغلي مایکل چې د امریکا فاکس نیوز تلویزون سره يې خبرې کولې زیاته کړله چې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر په توګه د افغانستان څخه د ګډوډی او مرګ ژوبلې ډک حالت کې د وتلو په اړه څېړنې ورته لومړیتوب لري. ښاغلي مایکل زیاته کړله چې د خپلو څېړنو په ترڅ کې به د جمهور رییس بایډن ادارې هغه کسان سره قانوني محاسبه وکړي چې په سم ډول يې پریکړې ندي کړي. نوموړي زیاته کړله چې زه غواړم چې هغه د خبرداري محرم پیغامونه چې د سفارت کارمندانو د بایډن ادارې ته د خراب امنیتي وضیعت په اړه وار د مخه استولي وو، و ګورم چې ولې داسې خبرداریو سربیره هم په وخت اقدامات ندي شوي. ولې طالبانو ته د بګرام هوایي ډګر وسپارل شوو. او ولې یو ځانمرګي زموږ ۱۳ سرتیري ووژل.