د پنجشنبه په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د ورک شوی یو اسرائیلي ربي، څوي کوګن، جسد نن موندل شوی. د اسرائیل چارواکو د یکشنبې په ورځ دا پېښه د “یهود ضد ترهګریز عمل” په توګه یاده کړه.
څوي کوګن، چې د مولداوی تابعیت هم لري او د چاباد غورځنګ استازی و، د پنجشنبې له غرمې راهیسې ورک و. د چاباد غورځنګ رسمي ویبپاڼې راپور ورکړی چې هغه د دوبۍ څخه تښتول شوی و.
د یکشنبې په ورځ، د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر او د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډ بیان کې وویل چې د کوګن مړی د اماراتو چارواکو موندلی دی. په بیان کې ویل شوي: “د څوي کوګن وژل یو وحشیانه یهود ضد ترهګریز عمل دی. د اسرائیل دولت به د دې جرم عاملین عدالت ته د راوستلو لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته کړي.” ورته مهال د اسرائیل چارواکو خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې متحده عربي اماراتو ته غیر ضروري سفرونه کم کړي او په خوندي ځایونو کې پاتې شي.
د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د مولداوی تبعه، څوي کوګن، د ورکېدو راپور د هغه کورنۍ ورکړی و، او دوی یې نن جسد موندلی او قاتیلینو پسې پلټنې روانې دي.
د یادولو ده چې دې وروستیو کلونو په ترڅ کې، د متحده عربي اماراتو او اسرائیل اړیکې ښې شوې دي. په ۲۰۲۰ کال کې، متحده عربي امارات د څو لسیزو راهیسې لومړنی عربي هېواد شو چې د امریکا په منځګړیتوب له اسرائیل سره اړیکې پرانیستې، چې د “ابراهیمي تړونونو” په نوم یادېږي.
خو د اکتوبر د اوومې بریدونو وروسته، د رویټرز راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د اسرائیلیانو او یهودانو عامه حضور کم شوی دی. د یهودي ټولنې غړو ویلي چې په دوبۍ کې غیر رسمي کنیسې د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوي دي.