د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرهان حق په نیویارک کې د رسنیو سره خبرو په مهال وویل چې ، “د ملګرو ملتونو عمومي مرستیالې امینه محمد تر مشری لاندې یو لوړ پوړی پلاوی چې په څلور ورځينې رسمي سفر افغانستان ته طالب مشرانو سره د افغان مېرمنو تحصیل او کار په اړه د خبرو لپاره تللی وو. بېرته تش لاس راګرځيدلي”. نوموړي زیاته کړله چې د یاد سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي پلاوي چې د طالبانو حکومت بېلابېلو مشرانو سره يې لیدته کاته کړي، د افغان مېرمنو کار او تحصیل په اړه يې ویشلي نظرونه وموندل. دده وینا چې “یو شمېر طالب مشران ددې پلوي وو چې افغان مېرمنو ته دې بېرته د تحصیل او کار کولو اجازه ورکول شي خو ځينې باصلاحیته طالب مشرانو يې بیا مخالفت وښود”. بلخوا ته دې ریاست الوزرا ادراي مرستیال له دفتر په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو یاد پلاوي سره د لیدنې په مهال ورته ویلي چې”ملګرو ملتونو د تور لېست د حذفولو ، د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنې ، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخه کې لازمه همکاري او پاملرنه نده کړي. او یاد مسایل باید دې مذاکرې او مفاهیمې د لارې حل شي”.