د ناروې د بهرنیو چارو وزیر، اسپن بارت ایده، خپل تازه بیان کې اعلان کړی چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو له امله به په اوسلو کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو استازی د سفیر په توګه ونه مني.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو غوښتنه، چې د افغانستان سفارت کنټرول ترلاسه کړي، نه منل کېږي. سره له دې، ناروې به یوازې یو افغان چارواکی د قونسلي خدماتو، ویزو او عاجلو چارو لپاره ومني، خو دا روښانه نه ده چې یاد چارواکی د طالبانو پورې اړه لري که د پخواني حکومت ډیپلوماټ وي.
د سپټمبر په ۱۲مه، ناروې په اوسلو کې د افغانستان سفارت وتاړه، چې تر درې کلونو یې چارې د پخواني حکومت وفادارو ډیپلوماټانو ترسره کولې.
اسپن بارت ایده وویل: “موږ طالبانو ته څرګند کړې چې د نوي افغان سفیر د منلو امکان نشته.” هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو وروستي محدودیتونه، لکه د طبي انستیتیوتونو بندېدل، د ښځو حقونو ته جدي زیان اړوي.
ناروې، چې په لومړي سر کې یې له طالبانو سره اړیکې ساتلې وې، اوس د طالبانو پر وړاندې د دوی د سختو پالیسيو له امله په خپل دریځ بیا کتنه کړې.
نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو پر ښځو د محدودیتونو دوام د بشریت پر ضد جنایت او جنسیتي تبعیض ګڼلی دی.