تېره شپه نامعلومو موټر سایکل سپرو وسلوالو د کابل ښار کې د ایران خبري تلویزوني شبکې فلم اخیستونکي خبریال علي رضا شریفي پر موټر برید کړی. برید کې ښاغلی شریفي برسیرن ټپي شوی. او وسلوال له سیمې په تېښته بریالي شوي. د طالبانو ویاند بلال کریمي رسینو ته ویلي چې له پېښې خبر دي، او ددوی ځواکونو په عاملینو پسې پلټڼې پیل کړيدي. تر اوسه د یاد برید پړه چا پر غاړه نده اخیستي. د یادولو ده چې دې افغان حکومت پرځيدلو وروسته د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي زور اخیستی. د ژورنالیستانو څخه د ملاتړ ادارې په وینا چې یوازې تېرو دوو میاشتو کې دې دوی ادارې د خبریالانو پر وړاندې له دېرشو زیاتې تاوتریخوالي او تهدیدونو قضیې ثبت کړیدي.