د ۱۸ کلونو وروسته د نیو زیلیند هېواد کریکیټ لوبډله چې پاکستان ته د کریکټ یو ورځنیو لوبو لپاره ورغلي وه ، د لوبې پيل یوازې څو شیبې وړاندې راولپینډی سټډيوم ته له ورتللو انکار وکړ، او د امنیتي اندیښنو له امله یې لوبه لغوه او بیرته نیوزیلینډ ته ستانه شول. د پآکستان کریکیټ بورډ چارواکو رسنیو ته ویلي ، چې که څه هم د پآکستان امنیتي ادارو دغو لوبو لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیولي وو ، خو د نیوزیلینډ لخوا دې لوبو دا لړۍ په یو اړخیز ډول لغوه شوي، او زموږ سره پکې هیڅ ډول مشوره نده شوي. بل خوا ته د نیوزیلینډ کریکټ بورډ اجرایوي مشر ډیویډ وایټ خپل بیان کې ویلي ، زموږ د امنیتي ادارو چې کومې امنیتي مشورې او ارزونې زموږ د لوبډلې په تړاو راکړلې ، له هغې وروسته زموږ لپاره ناممکنه وه چې د لوبو دا لړۍ کې ګډون وکړو. موږ پوهیږو چې دا به د پآکستان کریکټ بورډ لپاره یو ګذار وي، دوی په زړه پورې کوربه و، مګر د لوبغاړو خوندیتوب زموږ لپاره خورا مهم دی او همدا یوازېنۍ مسول انتخاب و. د یادولو ده چې پاکستان د ۲۰۰۸ کال راهیسې هڅې کوي تر څو پاکستان ته نړیوال کریکیټ لوبې راوړي ، خو په ۲۰۰۸ کال کې چې د سریلانکا په لوبغاړو لاهور کې برید وشوو، له هغې وروسته د کریکټ نړیوالو لوبډلو پاکستان ته له ورتګ ډډه کوله او تر دې دمه پاکستان خپلې ټولې لوبې په بهر کې کوي. او دې نیوزیلینډ لوبې لغوه کیدل به پاکستان لپاره دا لړۍ نوره هم سخته کړي . د یادولو ده چې دې یادې لوبې وروسته د پاکستان اکثریت پخواني او اوسني لوبغاړي او پاکستاني کریکټ مینوال د نیوزیلینډ له دغه ګامه سخت خواشیني شويدي. او دا عمل یې د پاکستان کریکیټ تباهي بللي.