د افغانستان خوست څخه خبري سرچینې وایي چې نن سهار وسلوالو کسانو د خوست ښار صرافۍ مارکېټ کې یو صراف خپل دوکان دننه وژلی. او دې پېښې وروسته وسلوال له سیمې تښتیدلي. د خوست طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې دوی هم له پېښې خبر دي. او په اړه یې څېړنې پیل کړیدي. د یادولو ده چې د یادې پېښې غبرګون کې د خوست صرافانو خپل دوکانونه تړلي. او له حکومت غوښتنه کوي چې د یادې پېښې عامیلین پیدا او به سزا یې ورسوي.