د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د میلیاردونو ډالرو استولو ته سخت غبرګون وښود. هغه د یو خبریال پوښتې په ځواب کې وویل، “زه خبر یم چې د طالبانو حکومت لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو د کڅوړو استول روان دي، او دا زما لپاره د منلو وړ نه دي.”
نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د جوبایډن حکومت په میلیاردونو ډالر افغانستان ته استوي، او دا کړنه د امریکایانو لپاره لوی شرم دی.
ټرمپ د افغانستان د جګړې د پای پر مهال د امریکایي ځواکونو د پاتې شویو وسایلو او وسلو یادونه هم وکړه. هغه ادعا وکړه چې بایډن د خپلو ځواکونو د رایستلو په جریان کې د ۵۰ تر ۶۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت وسایل، وسایط او وسلې طالبانو ته پرېښودې. ټرمپ وویل، “دا یو لوی تاوان و او باید هېڅکله دغسې ګام نه وای اخیستل شوی.”
د یادولو ده چې د ټرمپ دغه بیان داسې مهال خپریږي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند ځینې کانګریس غړي هم په دې وروستیو کې د طالبانو لپاره د امریکا له خوا د هر ډول مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده.