د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې سرچینو تایید کړې چې د شنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو بریدونو د ۱۲ پاکستاني سرحدي سرتېرو مرګ ژوبله اړولې ده. د ډان په راپور کې ویل شوي چې د کرم په سیمه کې د افغان طالبانو جنګیالیو په څلورو پاکستاني سرحدي پوستو (غوزګړي، متې سنګر، کوټ راغه، او تاری منګل) باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. راپور دا هم ویلي چې د دې بریدونو په ځواب کې پاکستاني سرحدي ځواکونو لږ تر لږه اته افغان طالب جنګیالي وژلي دي
دا هم د یادونې وړ ده چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ دا سیاسي کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې درې ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په ولایت کې سخت بمبارۍ وکړې. دې بمبارۍ چې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو د هدف ګرځولو په پلمه شوې وه، لږ تر لږه ۷۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل