د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال اصف منیر نن د وژل شویو درې رینجرز ځواکونو د جنازې مراسمو کې ګډون وکړ. یاد ځواکونه په هغه لاریون کې وژل شوي چې د تحریک انصاف ګوند لهخوا د عمران خان د خوشې کولو لپاره پیل شوی دی.
د پاکستان حکومتي چارواکو د دې وژنو پړه پر لاریونوالو اچولې، چې ګواکي یاد ځواکونه د لاریونوالو له تشدد څخه وژل شوي دي. خو د عمران خان ګوند د وژل شویو ځواکونو د کورنۍ د غړي بیان خپور کړی چې د حکومت تورونه ردوي. د وژل شوي یوه رینجر ورور رسنیو ته ویلي چې ده په خپلو سترګو لیدلي چې ورور یې د رینجرز او پولیسو د ګاډو لاندې وژل شوی دی.
یاد لاریونونه د تېرو درې ورځو راهیسې روان دي، چې پکې د تحریک انصاف پلویانو او حکومتي امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب له امله تر دې دمه پنځه امنیتي ځواکونه او شپږ لاریونوال وژل شوي دي. دا لاریون چې تاوتریخوالی سره مل دی، لا هم دوام لري. او د عمران خان پلویان وایي چې تر هغې نه په شاه کیږو تر څو چې عمران خان راخلاص شوی نه وي.