پاکستان د تېرو درو کالونو راهیسې د بد اقتصادي صورت حال سره مخ دی. خو دا بد اقتصادي وضیعت وروسته له هغه هم بدتر شولوچې دغه ملک کې سیاسي کړکېچ زور واخیستلو. او غیر یقیني حالت رامنځته شوی . چې له امله یې پاکستانۍ روپی د ونډو بازار کېسخته پریوتله ، خوراکي توکو ، برق او تېلو نرخونه خورا لوړ شول . دا صورت حال وروسته له هغه رامنځته شولو چې د پاکستان ټولسیاسي ګوندونه سږ کال اپرېل میاشت کې د پاکستان عمران خان تحریک
پاکستان د تېرو درو کالونو راهیسې د بد اقتصادي صورت حال سره مخ دی. خو دا بد اقتصادي وضیعت وروسته له هغه هم بدتر شولوچې دغه ملک کې سیاسي کړکېچ زور اخیستی. او غیر یقیني حالت رامنځته شوی . چې له امله یې پاکستانۍ روپی د ونډو بازار کېسخته پریوتله ، خوراکي توکو ، برق او تېلو نرخونه خورا لوړ شول . د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه سږ کال اپرېل میاشت کې د پاکستانعمران خان تحریک انصاف ګوند ته یو طرف ته شول او عمران خان یې د صدر اعظمئ له چوکۍ وغورځولو. د پاکستان تحریک انصافګوند مشر عمران خان د صدرعظمۍ له چوکۍ پرځیدو وروسته غلي نشو او بېرته یې سخته سیاسي لوبه پیل کړله. نوموړی تور پوري کويچې پر پاکستان اوسنۍ دې ډاکوانو حکومت د بهره او کور دننه پوځ لخوا پر ولس ور تپل شوی ، چې ولس یې نړیوالو پورونو کې ترستوني ډوب کړی او همدا امله پاکستان عوام دا مهال سخت بد حالت زغمي نو ځکه خو ولس ته دا شان ډاکوانو حکومت نا منظور دی. بلخوا ته د عمران خان ویناوو د پاکستان پوځ هم غصه کړ. او د همدې امله یې د عمران خان ګوند دفتر رئیس شهباز ګېل عدالت ته پهپولیسو راکش کړلو. او ګېل سره د پولیسو په توقیف کې خورا ناوړه چلند ترسره شولو. هغه ویډیویي کلیپ چې عمران خان پر خپلهفیسبوک پاڼه خپور کړ. هغې کې ښکاري چې شهباز ګېل د معیبوبینو چوکۍ کې هسپتال ته وړل کیږي. او په سختی سره ساه اخلي. پهشهباز ګېل تور پورې دی چې نوموړي د پوځ او استخباراتو پر ضد ویناوې کړي او خلک یې دغو دوو قوتونو پر ضد پاڅولو ته بللي. د ګېلسره ناوړه چلند له امله عمران خان پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د حقیقي ازادۍ لپاره لارو کوڅو ته راووځی. او خپله یې هم اسلام ابادکې خپل پلویان راټول کړل او خپله وینا کې یې پر خپلو رقیبانو ، پوځ او عدالت سختې نیوکې وکړلې. او ټول یې په ملک کې رواناقتصادي او سیاسي کړکیچ پړه وبلل. بلخوا ته د واکمن حکومت کسانو هم چې د پوځ ملاتړ ځان سره لري ، عدالت ته د سپکاوي اوداړکو ( ویرولو) ورکولو له امله عمران خان محکمې ته بللی.