په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند لهخوا د عمران خان د خوشي کولو په هدف پیل شوي لاریون کې د تاوتریخوالي له امله د پاکستان ۳ رینجرز او ۲ پولیس وژل شوي، او تر ۱۲۰ ډېر امنیتي کسان او لاریونوال هم ټپیان شوي دي.
د پاکستان حکومت د دې وژنو پړه پر لاریونوالو اچولې، خو د تحریک انصاف ګوند او د وژل شویو رینجرز ځواکونو د یو تن ورور رسنیو ته ویلي چې د دې عسکرو مړینه د پولیسو او رینجرز ځواکونو د ګاډو لاندې کېدو له امله شوې ده.
همدا شان د تحریک انصاف ګوند هم ادعا کوي چې د دوی پلویان د اسلاماباد ډي چوک ته په رسېدو د امنیتي ځواکونو له مستقیمو ډزو سره مخ شوي، چې په پایله کې یې ګڼ لاریونوال ټپیان شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په ورته وخت کې، د تحریک انصاف یو مشر، زلفي بخاري، رسنیو ته ویلي چې د ګوند او حکومت ترمنځ د عمران خان د خوشي کولو په اړه خبرې روانې دي، خو د خبرو د پرمختګ په اړه یې جزئیات ورنهکړل.
بلخوا، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یاد لاریون د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې. د دې وزارت ویاند، میتیو مېلر، د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د بشري حقونو او د خلکو بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي، او له لاریونوالو یې هم غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.