د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې نن د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ مموزیو سیمه کې د وسلوالو مخالفینو لخوا د تګ راتک عامه لاره کې د ځای پر ځآی کړل شوي ماین باندې د ملکیانو یو موټر وربرابر شوی ، چې له امله يې یاده چاودنه کې یوه مور له خپلو دوه زامنو سره یو ځآی چې روغتون ته درملنې په موخه روان وو،شهیدان شوي.
هېواد پریس خبریال : شفیق الله مشال