د کابل څخه خبري سرچینې وايي چې کابل کې د امیري روغتون مشر حاجي نجیب الله امیري تېر سهار نامعلومو انسان تښتوونکو لخوا اغوا کړل شوی. سرچینې وايي، چې امیري سهار مهال کله چې د لمانځه څخه کور ته پر لاره وو، د انسان تښتونکو لخوا وتښتول شوو. پر کابل واکمنو طالب چارواکو تر اوسه پدې تړاو کوم رسنیز غبرګون ندی ښودلی. خو درې اونۍ د مخه کابل کې د یو تجار اختطاف کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت سنګینو جرایمو څانګې کسان ګیر او ووژل شول. که څه هم د هغه اختطاف په هکله د څېړنو خبر ورکړل شوی وو خو د هغه قضیې څېړنو معلومات بیا ونشول.
کابل کې نامعلومو انسان تښتوونکو د امیري روغتون مشر تښتولی
مخکینی پوسټ