کراچۍ کې د پاکستان حکومت په سلګونه هغه افغان مېرمنې او ماشومان بندیان کړي چې پاکستان ته په ناقانونه ډول ورغلي.
په کراچۍ کې د طالبانو حکومت کونسل مولوي سید عبدالجبار بي بي سي سره خبرو کې منلي چې دا مهال د کراچۍ په جېلونو کې تر ۱۵۰۰ افغانان بندیان دي چې ۳۲۵ یوازې پکې ماشومان دي ، د نوموړي په وینا چې یادو جېلونو کې د افغان بندیانو بلخصوص د ماشومانو وضیعت خورا ناوړه دی، دې کوم له امله چې دوه مریضان مړه شوي هم دي چې لا تر اوسه يې جسدونه د کراچۍ مړده خانو کې دي.
د مولوي عبدالجبار په وینا چې دوی او اسلام اباد کې د طالبانو سفیر هم په وار وار سره کراچۍ او اسلام اباد کې سیمه اییزو چارواکو سره پدې موضوع لیدنې کتنې کړي، خو کومه خاصه پایله يې نده ورکړي. مولوي عبدالجبار خپلو خبرو کې د نړیوالې ټولنې هم غوښتنه وکوله چې پدې برخه کې دې مرسته وکړي ځکه چې د ماشومانو بندیانول په نړیواله کچه غیرقانوني عمل دی، د کونسل مولوي سیدعبدالجبار په وینا چې د پاکستان پولیسو ادارې اکثر وخت د پیسو په خاطر افغانان نیسي ، پیسې ټولې ترې لوټي او بیا . د ورته قانوني ستونزه هم جوړوي چې د هغې امله بیا دا فغانان جېلونو ته وړل کیږي.