مظاهره کوونکي د حکومت پر ضد د اصلاحاتو غوښتنه کوي او غواړي چې هېواد یې د اروپايي اتحادیې رسمي کاندید شي.
دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې حکومت د ګرجستان لپاره اروپايي اتحاديې د غړیتوب کاندیداتوري د ځنډولو پریکړه وکړه.
لاریونوالو په پلازمېنه تبلیس کې د “اروپا کور” تر عنوان لاندې غونډې او مظاهرې روانې کړي دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د اروپايي اتحاديې پر وړاندې پريکړه د لغوه اعلان کړي،د فساد پر ضد د جدي ګامونه واخیستل شي تر څو قانون واکمن شي، او د حاکم ګوند اغېز د محدود شي. دوی د “الیګارشيانو” یا شتمنو سیاسي مشرانو پر نفوذ هم په زغرده نیوکې وکړې.