چین ته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سفر په پای کې نن پنجشنبه ایران او چین یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې پر کابل واکمنو طالبانو غږ کړی چې پر افغان مېرمنو د زده کړو او کار بندیز دې پایته ورسوي. همدا راز دې یو داسې ټول شموله حکومت هم رامنځته کړي چې ټول توکمونه ، سیاسي او مذهبي ډلې پکې شتون ولري. د مېرمنو او لږکیو پر وړاندې دې تبعیضي چلند هم پایته ورسول شي. د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ اګست میاشتې راهیسې چې کابل کې طالبان واک ته رسیدلي. ټول حکومت یې ځانته کړی. میرمنې یې له کارونو او نجونې یې له مکتبونو منعې کړي.